ایکنانیوز د تسنیم خبري اژانس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ډورنز یونټ په چټکو عملیاتو کې،چې د صهیونیسټي رژیم د وحشی ډوله تیریو په غبرګون کې ترسره شول،یو شمېر آرش ډوله ډورنز څو ساعته مخکې د نیواکي ټاټوبو په مینځ کې پر ټاکل شوو هدفونو ولګېدل او دغه ټارګټونه ئې په بشپړ ډول تباه کړل.
په راپور کې وئيل شوي دي، آرش بېپیلوټه الوتکه یوه ایراني بېپیلوټه الوتکه ده چې ۲۰۰۰ کیلومیټره په واټن لګیږي، او د ایران د پوځ متخصصانو لخوا ډیزاین او تولید شوې ده. دا ئېپیلوټه الوتکه، چې د پیستوني انجن څخه کار اخلي، استوانهای شکل باډي لري، او دوه وزرونه ئې د باډئ په پای کې لګیدل شوي دي. دا بې پيلوټه الوتکه رن وې ته ضرورت نه لري او له یوه پلیټ فارم څخه توغول کیدلی شي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/03/24/3335027